غزني ښار(پژواک،٢٣غبرګولى٩٧): د غزني د ټاکنو کمېسيون د تړلو له امله د دغه ولايت په ولسواليو کې په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه تر اوسه يوه کس هم نوم ليکنه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ولايتونو او د ولسواليو په مرکزونو کې د نوم ليکنې پروسه بنده شوه او يواځې په کليو او بانډو کې د لسو ورځو لپاره تمديد شوې .
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر کسانو د اعتراض په ډول د غزني د ټاکنو کمېسيون مخې ته خېمه و وهله او د کمېسيون دروازه يې وتړله.
دغه اعتراض کوونکي ټينګار کوي چې په دې ولايت بايد ټاکنې حوزوي شي، ترڅو د درغليو مخه ونيول شي.
د دې اعتراض کوونکو له ډلې څخه محمد اسماعيل د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوه مياشتو په تېرېدو سره تر اوسه چا د دوى غږ نه دى اورېدلى.
هغه وايي: (( تر هغه چې زموږ غږ نه وي اورېدل شوى، د کمېسيون دروازه به هم د ټولو پرمخ بنده وي.))
دغه راز بل اعتراض کوونکي زين الدين پر حکومت تور پورې کړ چې د غزني د ټاکنو په برخه کې د را پيدا شوې ستونزې د حل لپاره اقدام نه کوي.
ده ګواښ وکړ: (( که زموږ غږ وا نه ورېدل شي، نه موږ ټاکنې پېژنو او نه هم څوک په غزني کې ټاکنې کولى شي.))
بل لورته د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې د اندړو ترڅنګ په ټولو ولسواليو کې تر اوسه د نوم ليکنې پروسه نه ده پيل شوې.
هغه وايي: (( دفترونه يې جوړ شول، مرکزونه يې مشخص شول خو نه يې کارکوونکي راغلل او نه يې هم د نوم ليکنې پروسه پيل کړه.))
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ټاکنو کمېسيون مرستيال کريم جمال پژواک ته وويل چې د کمېسيون د تړل کېدو له امله په يوې ولسوالۍ کې هم نوم ليکنه نه ده شوې.
ده زياته کړه: (( د کمېسيون دروازه بنده ده، موږ ونه شواى کولى چې مواد انتقال کړو، نو ځکه نوم ليکنه هم نه ده شوې.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP