ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : د طالبانو له خوا د اوربند نه غځولو اعلان  ناهيلي کړو

خلک : د طالبانو له خوا د اوربند نه غځولو اعلان ناهيلي کړو

author avatar
18 Jun 2018 - 16:39
خلک : د طالبانو له خوا د اوربند نه غځولو اعلان  ناهيلي کړو
author avatar
18 Jun 2018 - 16:39

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٧) : د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د حکومت او طالبانو له خوا اعلان شوى اوربند ددوى د اختر خوښۍ يو په دوه کړې، خو د طالبانو له خوا د اوربند نه غځولو اعلان  د سولې په اړه ناهيلي کړل.

ولسمشر اشرف غني د روژې له اوه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې نیټې پورې د يو اړخیزه اوربند اعلان کړی و، چې وروسته طالبانو هم داختر په لومړیو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د اختر په لومړیو درېیو ورځو کې د هېواد له هیڅ یوې برخې څخه دنا امنیو خبرونه نه وو،خو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې له خوا دوه خونړي ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

ولسمشر اشرف غني پرون له طالبانو سره اوربند وغځاوه، خو طالبانو نن د خپل اوربند د پای ، د جګړو او عملياتو د پيلولو اعلان وکړ.

د طالبانو له خوا دا وربند د نه غځولو اعلان سره ډېرى هېواد وال چې سولې او اوربند ته لېواله او تږي وو، ناهيله شوي دي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکی سعید احمد وايي، درې ورځې اوربند د یوه خواږه خوب د لیدلو په څېر تېر شو، زما لپاره دا ډېره دردونکې او زړه ماتوونکې وه چې وسله وال طالبان دې د اوربند د دوام پر ځای بیا د اور بلولو حکم ورکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ولس او امنیتي ځواکونو د درېیو ورځو اوربند په بدل کې وسله والو طالبانو ته هومره مینه ورکړه چې تصور یې نه کېده، هغوی یې ښارونو ته راوبلل او ورسره غاړه غړي شول، مېندو د خپلو اولادونو خون ور وباښه، کونډو د خپلو مېړونو غم هېر کړ او یتیمانو د خپلو شهیدو پلرونو وژل تصادف وګاڼه.

خو د هغه په خبره، د ولس او امنیتي ځواکونو د دې دومره لویې مینې په بدل کې د طالبانو له خوا د اوربند د پای او عملیاتو د پيل اعلان ډېر دردوونکی و.

ده وویل، دې هر څه ته په پام به د وسله والو طالبانو څنګه زړه وشي چې بیا خپل وروڼه ووژني او جګړې ته دوام ورکړي؟

هغه له وسله والو طالبانو غواړي چې د ملت غوښتنه ومني، اوربند وغځوي او د یوې تلپاتې سولې په پار جګړې ته نه ووايي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عظیم وايي، له درې ورځني اوربند وروسته دا ډېره سخته وه چې واوري وسله والو طالبانو اوربند پای ته ورساوه او بېرته یې جګړه پيل کړه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ولسمشر ان د اختر په دویمه د اوربند د غځولو اعلان وکړ او د خلکو تمه دا وه چې وسله وال طالبان به هم ورته اقدام کوي خو هغوی دا کار و نه کړ او ټول ولس یې زړه ماتی کړ.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.