منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک : د طالبانو له خوا د اوربند نه غځولو اعلان ناهيلي کړو

· ۶ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٧) : د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د حکومت او طالبانو له خوا اعلان شوى اوربند ددوى د اختر خوښۍ يو په دوه کړې، خو د طالبانو له خوا د اوربند نه غځولو اعلان  د سولې په اړه ناهيلي کړل.

ولسمشر اشرف غني د روژې له اوه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې نیټې پورې د يو اړخیزه اوربند اعلان کړی و، چې وروسته طالبانو هم داختر په لومړیو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د اختر په لومړیو درېیو ورځو کې د هېواد له هیڅ یوې برخې څخه دنا امنیو خبرونه نه وو،خو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې له خوا دوه خونړي ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

ولسمشر اشرف غني پرون له طالبانو سره اوربند وغځاوه، خو طالبانو نن د خپل اوربند د پای ، د جګړو او عملياتو د پيلولو اعلان وکړ.

د طالبانو له خوا دا وربند د نه غځولو اعلان سره ډېرى هېواد وال چې سولې او اوربند ته لېواله او تږي وو، ناهيله شوي دي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکی سعید احمد وايي، درې ورځې اوربند د یوه خواږه خوب د لیدلو په څېر تېر شو، زما لپاره دا ډېره دردونکې او زړه ماتوونکې وه چې وسله وال طالبان دې د اوربند د دوام پر ځای بیا د اور بلولو حکم ورکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ولس او امنیتي ځواکونو د درېیو ورځو اوربند په بدل کې وسله والو طالبانو ته هومره مینه ورکړه چې تصور یې نه کېده، هغوی یې ښارونو ته راوبلل او ورسره غاړه غړي شول، مېندو د خپلو اولادونو خون ور وباښه، کونډو د خپلو مېړونو غم هېر کړ او یتیمانو د خپلو شهیدو پلرونو وژل تصادف وګاڼه.

خو د هغه په خبره، د ولس او امنیتي ځواکونو د دې دومره لویې مینې په بدل کې د طالبانو له خوا د اوربند د پای او عملیاتو د پيل اعلان ډېر دردوونکی و.

ده وویل، دې هر څه ته په پام به د وسله والو طالبانو څنګه زړه وشي چې بیا خپل وروڼه ووژني او جګړې ته دوام ورکړي؟

هغه له وسله والو طالبانو غواړي چې د ملت غوښتنه ومني، اوربند وغځوي او د یوې تلپاتې سولې په پار جګړې ته نه ووايي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عظیم وايي، له درې ورځني اوربند وروسته دا ډېره سخته وه چې واوري وسله والو طالبانو اوربند پای ته ورساوه او بېرته یې جګړه پيل کړه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ولسمشر ان د اختر په دویمه د اوربند د غځولو اعلان وکړ او د خلکو تمه دا وه چې وسله وال طالبان به هم ورته اقدام کوي خو هغوی دا کار و نه کړ او ټول ولس یې زړه ماتی کړ.))

دی وايي، خلک اوس هم د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند د دوام په هیله دي او وايي، خدای دې نه کړي هغه وروڼه چې دا درې ورځې یې په ډېر اخلاص او مینې یو بل ته غېږې ورکولې، بیا يوبل ته ټوپک ونيسي او یو او بل ووژني.

د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار اوسېدونکی نوين الحق وايي، د اختر تر درېيمې ورځې دومره خوشحاله و، چې کله به يې له خوشحالۍ له سترګو اوښکې هم تويې کړې؛ خو د اختر د دريېمې ورځې ماښام پرې لکه ماتم تمام شو.

هغه وايي، ملګرو سره چکر ته روان و؛ خو کله چې يې د اوربند د پای خبره واورېده؛ نو چکر خوند ورنه کړ او بېرته وګرځېد.

دی غوښتنه کوي چې طالبان دې نور د ولس له هيلو سره لوبې نه کوي او د اوربند د بيا پيل تر څنګ يې له دولت سره سوله هم وکړي.

دغه راز د لغمان مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی جاوېد مسرور هم وايي، ټولې هېلې يې د اوربند له دوام سره تړلې وې؛ خو پای ته رسېدو يې ټولې هيله خاورې کړې. هغه وايي، د اوربند دوام د ټولو افغانانو غوښتنه ده او طالبان نه بايد د ولس غوښتنه رد کړي.

 

د خوست ولايت يوه اوسېدونکي محمد انور زاهد پژواک اژانس ته وويل، طالبانو ته په کار وه چې د اوربند غځولو په اړه يې د ولسي خلکو غوښتنه منلې وای او بيا له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېناستلي وای.

نوموړي زياته کړه : ((د اختر د ورځو اوربند څرګنده کړه چې افغان ولس اوربند او سولې ته څومره تږى، له جګړو او ناامنيو ستړى دی. که فکر وکړو د بې جګړې ولس شمېر تر طالبانو ډېر دی، نو بايد د خلکو غوښتنو ته يې درناوی کړی وای.))

د دې ولايت يوه بل اوسېدونکي محمدشاه فضليار پژواک اژنس ته وويل چې د اختر په ورځو کې دوه اړخيز اوربند په تېرو څلورو لسيزو کې بېساری ګام و او له افغانانو سره يې د دايمي سولې زياتې هيله پيدا کړې.

نوموړي زياته کړه: ((لاهم وخت شته چې ولس ناهيلی نه کړي. امريکا بايد پر پاکستان او نورو ښکېلو اړخونو فشار راوړي څو طالبان اوربند وکړي او مذاکراتو ته يې کېنوي. پاکستان دا کار کولای شي.))

د بلخ ولايت د مزار شریف ښار اوسېدونکی احمد ذکي وایي چې د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند او یو بل سره لیدنو کتنو دا ثابته کړه چې دواړه لوري له جګړې ستړي دي.

نوموړی له افغان حکومت څخه مننه کوي چې اوربند یې وغځاوه، خو طالبان دې برخه کې د ولسي غوښتنو ته په نه درناوي تورنوي.

ذکي زياته کړه: (( دا جګړه هېڅ ګټونکی نه لري، نو دواړه طرفونه باید په خبرو کې له نرمښت څخه کار واخلي،که طالبان د ولس غوښتنو ته په سپک نظر وګوري نو یو لوی چانس به له لاسه ورکړي.))

د فراه ولايت اوسېدونکى عبدالله رحيمي چې وچې شونډې د يوه دېوال سيوري ته يې تکيه کړې وه، د طالبانو له خوا داوربند پر نه غځېدلو نا هيلى شوى و.

هغه پژواک ته وويل، په ټول عمر کې دومره نه وم خوشحاله، لکه ددې اختر په اوربند باندې ، خو طالبانو يې خوښي په سيند کې لاهو کړه.

ده زياته کړه : (( کله چې مې طالب او سرتېري وليدل چې يو بل په غېږ کې نيسي، نو له سترګو مې اوښکې روانې شوې، د ژوند د خوښيو تر ټولو ښکلې شېبه مې همدا وه.))

د باميان ولايت يوه اوسېدونکې راضيه محمدي هم د طالبانو له خوا داوربند پر نه غځولو خوابدې ده او زياتوي، ددوى دغې پرېکړې سره د سولې په اړه خلک ناهيلي شول.

هغې پژواک  ته وويل، طالبان ښارونو ته راغلل، د سرتېرو او خلکو له خوا يې تود هرکلى وشو، خو هغوى د خلکو خوښۍ ته درناوى ونه کړ.

د هرات ولايت يو تن اوسېدونکى محمد شفيق وايي، داختر له لومړۍ ورځې څخه چې طالبان او امنيتي سرتېري په ګډه وليدل، نو ټول هېوادوال خوشحاله اود اختر خوښۍ يې يو په دوه شوې.

هغه پژواک ته وويل، دې کار سره د خلکو سولې ته هيله مندي هم زياته شوه، خو د طالبانو له خوا د اوربند نه غځولو سره خلک نا هيلي شول.

د پکتيکا ولايت دارګون ولسوالۍ اوسېدونکى محمود پژواک اژانس ته وويل چې دافغانانو په تېرو ١٦ کلونو کې دلومړي ځل لپاره په افغانوخوشحالې راغلې او د ولسونو له لوري په ښه شکل بدرګه شول.

نوموړي له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې لاره خپله کړي او نور دې هېوادوال له بدبختيو وژغوري.

د ارګون ولسوالۍ د ملي اردو دوه سرتېري  چې د طالبانو سېمي  ته تللی وو، وايي چې وسله وال طالبان يې وروڼه دي او ورسره سوله کول غواړي.

هغه زياتوي:(( افغاني طالبان او افغان امنيتي ځواکونه ددې خاوري اوسېدونکي دي او مسووليت لري چې په ګډه داسلام، هېواد او ولس ساتنه وکړي او په هرډول چې وي بايد دنورو هېوادونو لاسونه له دې خاوري لنډ شي. ))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه