Language

د بغلان لسګونه عالمانو او قومي مشرانو له  طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړه

پلخمري (پژواک،٤چنګاښ٩٧): بغلان کې لسګونه ديني عالمانو او قومي مشرانو له حکومت او وسله والو طالبانو څخه د اوږد مهاله اوربند کولو غوښتنه وکړه، ترڅو د سولې مذاکراتو لپاره زمينه برابره شي.

دغه غونډه نن د چنګاښ په څلورمه د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې جوړه شوې وه.

د غونډې په پيل کې په دې ولايت کې له نظام څخه د ملاتړ کمېټې مسوول مفتي عبدالحلیم وويل چې د حکومت او وسله والو طالبانو ديني عالمان بايد يو ځل بيا د ښکيلو خواوو ترمنځ د اوربند لپاره زمينه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: (( په افغانستان کې د جګړې د پاى لپاره بايد لومړى اوربند او بيا د سولې خبرې پيل شي.))

دغه راز د پلخمري د جامع جومات خطیب مولوي غلام رباني برهان هم غونډې ته وینا کې  د افغانستان په جګړه کې ښکیلو ټولو ډلو څخه د ژر اوربند غوښتنې ترڅنګ له وسله والو طالبانو څخه له افغان حکومت سره دمخامخ خبرو کولو غوښتنه وکړه.

برهان زیاته کړه چې سوله د دین او مذهب د پراختیا سبب ګرځي که یې د افغان ولس لپاره نه کوئ، باید د خپل دین او مذهب د بډاینې او قوت  لپاره يې وکړئ.

ده وویل:  (( موږ به له دې وروسته لاس تر زنې نه کېنو د بیا ځل اوربند او سولې لپاره د خبرو اترو زمینې برابرولو په برخه کې به له حکومت او وسله والو طالبانو سره تر هغه همکاري کوو، ترڅو دوه ډلې راضې شي.))

دغه راز په دې غونډه کې بل ديني عالم مولوي عبدالواحد لیاقت هم په هېواد کې د سولې لپاره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د اوربند پر کېدو ټينګار وکړ.

هغه له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې لومړى دې اوربند بيا دې د مذاکراتو پر ميز خپل شرطونه او غوښتنې مطرح کړي.

د دې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د بغلان والي عبدالحی نعمتي وویل چې له اوربند وروسته د طالبانو د جګړې بيا پيل، هېوادوال خپه او نا هيلي کړي دي.

والي وویل چې د افغانستان جګړه هیڅ هدف نه لري او نه به هم دغه جګړه چې څومره دوام وکړي پای ولري، نو لازمه ده چې  ښکیلې خواوې سوله ومني.

login or register a new account.