غزني ښار(پژواک،٦چنګاښ٩٧): اعتراض کوونکو تر دوو مياشتو وروسته د غزني ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه خلاصه کړه.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر اعتراض کوونکو د غزني د ټاکنو کمېسيون مخ ته خېمه و وهله او د هر ډول فعاليت پر وړاندې يې د دې کمېسيون دروازه وتړله.
دغو اعتراض کوونکو ويل چې په دې ولايت کې بايد ټاکنې په حوزوي ډول ترسره شي، ترڅو ټولو ته خپل حق ورسيږي چې بيا د همدې اعتراضونو په پايله کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وړمه ورځ اعلان وکړ چې غزني ولايت يې پر درېيو ټاکنيزو حوزو وېشلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې جمهوري رياست او د ټاکنو کمېسيون د پرېکړې له مخې د افغانستان هر ولايت يواځې يوه ټاکنيزه حوزه ده.
د غزني د اعتراض کوونکو له ډلې څخه سيد عبدالله نن د چنګاښ په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى غوښتنې ومنل شوې، نو ځکه يې د کمېسيون دروازه د کارکوونکو پرمخ خلاصه کړه.
هغه وايي: (( زموږ غوښتنه په حوزوي ډول د ټاکنو ترسره کېدل و دغه کار وشو، نو ځکه موږ هم دروازه خلاصه کړه او خېمه مو ټوله کړه.))
په همدې اړه د غزني د ټاکنو کمېسيون مشر ظاهر اکبري پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون دروازه نن اعتراض کوونکو خلاصه کړه.
هغه وايي: (( دوى دروازه خلاصه کړه، نن موږ خپل دفتر ته راغلو او اوس کارونه دلته ترسره کوو.))
اکبري دا هم وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د سيمه ييزو ارګانونو اداره کار کوي، ترڅو د دې ولايت درې ټاکنيزې حوزې مشخصې کړي.
د يادونې ده چې د ولسي جرګې په تېرځل ټاکنو کې له غزني څخه يواځې د هزاره قوم وکيلان بريالي شوي وو، نو ځکه دا ځل نورو قومونو د حوزوي ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کاوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP