Language

د حيرتان بندر د نفتي موادو لسګونو تنقيص شوو کارکوونکو د تحصن خېمه ودروله

مزار شريف (پژواک،۶چنګاښ، ۹۷): د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې د نفتي موادو ۲۰۰ تنقيص شوو کارکوونکو د اعتراض په ډول د تحصن خېمه ودروله.

د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د افغانستان د نفتي موادو عمومي رياست په ټول هېواد کې د دغې ادارې ۵۰۷ کارکوونکي تنقيص کړي چې ۲۰۰ تنه يې د بلخ د نفتي موادو ادارې کارکوونکي دي.

د نفتي موادو د عمومي ادارې د يادې پرېکړې په غبرګون کې، نن چهارشنبه (د چنګاښ۶مه) د بلخ د نفتي موادو ادارې يادو تنقيص شوو کارکوونکو د اعتراض په ډول د تحصن خېمه ودروله او د خپلو حقونو غوښتونکي شول.

تنقيص شوي مامورين وايي، د دوی د منفکۍ لپاره هېڅ ډول قانوني دليل نه دی ورسره شريک شوی.

سيد محمداقا د بلخ د نفتي موادو ادارې تنقيص شوی مامور دی چې د اعتراض په ډول د تحصن خېمه کې ناست دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دی د سليقوي چلند له مخې له دندې منفک شوی دی.

هغه زياته کړه، له دندې څخه د منفک کېدو په اړه هېڅ ډول دليل ورسره نه دی شريک شوی.

دى وايي: ((زه دلته د کلونو تجربه لرم، نه مې فساد کړی او نه مې رشوت اخيستی؛ خو اوس تنقيص شوی يم، په داسې حال کې چې پر خپلې ګناه هم نه پوهېږم)).

د معترضينو له ډلې څخه د شکريې په نوم يوې مېرمنې هم پژواک ته وويل، چې ظلم ورسره شوی او په غير قانوني ډول تنقيص شوې ده.

د هغې په خبره، د نفتي موادو اداره داسې تصدي ده چې عوايد يې خپل دي او د دوی معاش هم له خپلو عوايدو ورکوي.

نوموړې زياته کړه: ((زموږ اداره خودکفا ده، معاش مو په دولت بار نه دی، چې د راکولو توان يې ونه لري، بلکې د دولت له خوا د مالياتو راکړل شوی ټارګيت نه هم زموږ عوايد زيات شوي دي)).

د غو معترضينو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتنه شوې چې يې غږ واوري.

login or register a new account.

Related Topics