غزني ښار (پژواک،١١چنګاښ٩٧): په غزني کې د يو شمېر اعتراض کوونکو له خوا د دغه ولايت د ټاکنو کميسيون تړل شوې دروازه بېرته خلاصه شوه.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر اعتراض کوونکو د غزني د ټاکنو کمېسيون مخ ته خېمه و وهله او د هر ډول فعاليت پر وړاندې يې د دې کمېسيون دروازه وتړله.
دغو اعتراض کوونکو ويل چې په دې ولايت کې بايد ټاکنې په حوزوي ډول ترسره شي، ترڅو ټولو ته خپل حق ورسيږي چې بيا د همدې اعتراضونو په پايله کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره اونۍ اعلان وکړ چې غزني ولايت يې پر درېيو ټاکنيزو حوزو وېشلى دى.
خو نن يو شمېر نورو اعتراض کوونکو د غزني د ټاکنو کمېسيون دروازه له دې امله وتړله چې په دې ولايت کې حوزوي ټاکنې نه مني.
تردې وروسته د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري هم پژواک ته ويلي و چې يو شمېر اعتراض کوونکو د دې ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې ده.
خو نوموړي ماښام ناوخته پژواک ته وويل چې د کمېسیون دروازه خلاصه شوه او هیڅ ستونزه نشته.
ده زياته کړه چې سر له سبا به د کميسيون چارې په عادي ډول روانې وي او کارکوونکي به دفتر ته راځي.
خو بايد وويل شي چې د معترضينو خېمه لا هم د کميسيون يوه اړخ ته ولاړه ده.
د يادونې ده چې د ولسي جرګې په تېر ځل ټاکنو کې له غزني څخه يواځې د هزاره قوم وکيلان بريالي شوي وو، نو ځکه دا ځل نورو قومونو د حوزوي ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کاوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP