پلخمري (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي چې په بورکې ولسوالۍ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوم ليکنې برخې د دوو کارکوونکو په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د بورکې ولسوال شمس الدین شهاب د چنګاښ په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په شرشر کلي کې د پاڅون کوونکو د پخواني مشر ملا امير محمد پر کور بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوم ليکنې برخې د دوو کارکوونکو په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((د نوم ثبتونې درې کارکوونکي اميرمحمد کره مېلمانه وو چې دوه يې په بريد کې وژل شوي او يو بل يې ټپي دى چې کندوز ته د درملنې په موخه انتقال شوى دى.))
دغه راز د بغلان د ملي امنیت ادارې هم د دې پېښې پخلی کړى او ويلي یې دي چې په دغه بريد کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، شاوخوا درې اوونۍ مخکې هم د بغلان د مرکز پلخمري په خواجه الوان سیمه کې د نوم ليکنې پر مرکز بريد وشو چې په کې دوه تنه ووژل شول.
login or register a new account.