Language

سیمه ییزو پولیسو د بلخ په چمتال کې دوه ماشومان وژلي

مزارشريف (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): د بلخ د چمتال ولسوالۍ قومي مشران وايي چې د سيمه ييزو پوليسو د هاوان په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د يادې ولسوالۍ شاوخوا ٤٠ قومي مشران  نن (د چنګاښ ١٣مه) په مزارشريف ښار کې ولايتي شورا ته په احتجاج راغلي او د وژل شوو ماشومانو جسدونه يې هم راوړي وو.

دغه راز قومي مشر نېک محمد هم وايي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د جګړې پر مهال سيمه ييزو پوليس د خلکو پر کورونو مرمۍ توغولې چې خلکو ته یې مالي او ځاني زيانونه واړول.

د بلخ ولايتي شورا پخوانى وکيل ذبيح الله کاکړ چې اوس يې ځان ولسي جرګې ته کانديد کړى، د خلکو شکايتونه پر ځاى ګڼي.

هغه چې د دغو خلکو شکايتونو اورېدلو ته راغلى و، پژواک ته وويل چې د چمتال خلکو پخوا هم دغه ډول شکايتونه کړي وو.

هغه وايي چې د چمتال د جرکلا د سيمه ييزو پولیسو پوسته د کلي په منـځ کې ده، کله چې طالبان پر دې پوستې انداخت وکړي، نو بيا پوليس د خلکو پر کورونو ډزې کوي.

login or register a new account.