غزني ښار(پژواک،١٥چنګاښ٩٧): د غزني ولايت په ګیلان ولسوالۍکې د دوو چاودنو له امله لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د غزني د ګیلان ولسوال محمدکریم ګیلانوال د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبرى اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې څه کم یوولس بجې د ګیلان ولسوالۍ د شینکۍ په سیمه کې هغه مهال يو ماين چاودېدلى چې کله ماشومانو لوبې کولې .
هغه زياته کړه چې ددې پېښې له امله درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ولسوال وایي چې د ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه وو او د غزني ښار ته لېږل شوي دي.
هغه دغه راز زياته کړه چې ددې ترڅنګ دګیلان ولسوالۍ د ضابط کلا په سیمه کې هم دیوې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي چې روغتیایې حالت یې ښه دى.
د ولسوال په خبره، دواړه چاودنې دسړک غاړې ماینونو له امله رامنځته شوې دي. هغه دماشومانو عمرونه له ١٠ تر ۱۵ کلونو پوري ياد کړل.
دګیلان ولسوالۍ د شینکۍ سیمې يواوسېدونکی نورالله وایي چې دغو ماشومانو باندې هغه مهال چاودنه شوې چې دوى په لوبو بوخت وو.
چارواکي وایي چې ماینونه د وسله والو طالبانو له لوري ایښودل شوي وو، خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن