Language

کندوز کې د ترانسپورټ عوايد ٢٦ سلنه لوړ شوي

کندوز ښار(پژواک،٢٣چنګاښ٩٧): د ترانسپورټ وزارت چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې د ترانسپورټ د برخې د عوايدو کچه د تېرکال په پرتله شاوخوا ٢٦ سلنه لوړه شوې ده.

دغه څرګندونې د ترانسپورټ وزارت وياند حکمت قوينچ نن د چنګاښ په ٢٣مه د کندوز په مرکز کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

ده وويل چې تېرکال په کندوز کې د ترانسپورټ د برخې عوايد ٦٥ ميليونه افغانۍ و، خو سږ کال يې کچه ٨٢ ميليونو افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه وايي: (( په دې حساب سره نو زموږ د عوايدو کچه په کندوز ولايت کې شاوخوا ٢٦ سلنه د تېرکال په پرتله لوړه شوې ده.))

د نوموړي په وينا، د عوايدو کچې د لوړوالي لوى لاملونه له اداري فساد سره مبارزه، د اصلاحاتو رامنځته کول او په شفاف ډول د عوايدو را ټول دي.

هغه دا هم وويل، که د دې وزارت هر کارکوونکى په اداري فساد ونيول شو، نو څارنوالۍ ته به معرفي شي.

د يادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ترانسپورټ وزارت لسګونه کارکوونکي د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics