غزني (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٧): د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د قره باغ پر ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دې.
د غزني امنیه قوماندان سمونوال فرید احمد مشعل د چنګاښ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د قره باغ پر ولسوالۍ برید وکړ.
مشعل زياته کړه، وسله والو مخالفینو غوښتل یاده ولسوالۍ ونیسي خو د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شول.
په دغه برید کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته او نه هم طالبانو د دې پېښې په اړه څه ویلي دي.
دا په داسى حال کې ده چې تېره شپه د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې هم پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې ۱۲ سیمه ییزو پولیس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.