Language

په بلخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ټکنۍ ده

مزارشريف (پژواک، ۴ زمری ۹۷): د بلخ په امنيې قوماندانۍ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت مسوولين وايي چې د پوليسو د لږ تشکيل له امله په دغه ولایت کې له نشه يي توکو سره مبارزه ټکنۍ ده.

دوی دغه راز وايي چې اړوند ادارې بايد د نشه يي توکو د زيانونو په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره ډېر کار وکړي.

دغه څرګندونې په مزارشريف ښار کې د زمري په ۴مه له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې د عامه پوهاوي رامنځته کېدو پروګرام کې وشوې چې په کويټ هېواد کې د افغان محصلينو ټولنې له خوا جوړه شوې وه.

د دې غونډې يوه جوړوونکي لطف الله زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد پروګرام يې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د مخدره موادو له زيانونو څخه د عامه پوهاوي د زياتېدو په موخه جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه چې دمګړۍ په افغانستان کې له ۳ ميليونه څخه ډېر افغانان پر نشه يي توکو روږدي دي.

زاهد همدا راز د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې اړوند ادارو باندې نيوکه کوي چې د مخدره توکو د مخنيوي برخه کې يې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.

نوموړي زياته کړه: ((هره ورځ د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې زياتوالی راځي چې ورسره زموږ معنوي پانګه چې ځوانان دي، ډېر زيانمن کېږي او پر نشه يي توکو د روږدي کېدو له امله يې ژوند تباه کېږي.))

زاهد غوښتنه وکړه چې د حکومت تر څنګ مدني ټولنې او ټولنيز بنسټونه هم بايد د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او په دې برخه کې د عامه پوهاوي په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

هغه زياتوي چې په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر لوړ حد ته رسېدلی چې ورسره په لويو ښارونو کې د عامو خلکو ټولنيز ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې د بلخ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاق او توليد د مخنيوي پر ضد د دوی هڅې دوام لري.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت سرپرست څارمن محمد فيروز پژواک سره خبرو کې وويل چې په تېرو دوو اوونيو کې له مخدره توکو سره د مبارزې پوليسو په بلخ کې ۱۰ کيلوګرامه هيرويين او نشه يي توکي نيولي دي.

خو نوموړی زياتوي چې د پوليسو د لږ تشکيل له امله په بلخ ولايت کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ټکنۍ ده.

login or register a new account.

Related Topics