مزارشریف (پژواک، ۱۱ زمری ۹۷): د بلخ ولایت مدني فعالان د بلخ د کډوالو په ریاست کې راټول شوي وو او په ننګرهار کې وروستي بریدونه یې وغندل.
د بلخ د مدني ټولنو د رهبرۍ شورا غړي سید محمد یزدان پرست په خپلو خبرو کې وویل چې په ننګرهار کې وروستۍ نا امني خواشینوونکې ده.
هغه زیاته کړه چې ننګرهار ځکه مخالفینو تر برید لاندې راوستی چې د هېواد له مهمو عایداتي ولایتونو څخه دی.
يزدان پرست همدا راز وویل چې دغه ولایت له ډيورنډ کرښې سره په فرضي کرښه پروت دی؛ ځکه خو ګاونډي استخبارات په اسانۍ دغه ولایت کې خپلې ورانکارې چارې ترسره کوي.
نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې متحد و اوسي او د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي.
د بلخ د کډوالو چارو رييس عبدالصبور قادري پژواک ته وویل چې د ننګرهار د مهاجرینو پر ریاست او په ټوله کې د جلال اباد ښار بریدونه وحشیانه اعمال دي چې مخالفین یې د خلکو د وېرولو لپاره ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې د کډوالو اداره سیاسي اداره نه ده او موخه یې له بېځايه شوو خلکو سره مرسته کول دي.
نوموړی وایي چې پر دې ډول بریدونو زموږ د خلکو روحیه نه شي ځپل کېدای.
د بلخ ادبي خوځښت مسوول ذبیح الله احساس بیا له حکومته وغوښتل چې د هېواد د لویو او مهمو ښارونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې په ننګرهار غوندې مهمو ولایتونو کې د نا امنیو په پراخېدو سره خلکو ته د ځاني زیانونو اوښتو تر څنګ سوداګریزې چارې هم ټکنۍ کېږي.
نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د روانو نا امنیو پر وړاندې دې چوپه خوله نه پاتې کېږي.
په دې وروستیو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نا امني زیاته شوې چې ورسره د دغه ولایت خلک اندېښمن شوی دي.
login or register a new account.