Language

امنيه قوماندان: د غزني خوږياڼو کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي

غزني ښار(پژواک،١٣زمرى٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په خوږياڼو ولسوالۍ کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل نن د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو شپو کې امنيتي ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې تېره شپه د غزني ښار په ګډون طالبانو په يو شمېر نورو سيمو کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په شا تمبول شوي دي.

د هغه په وينا، د يادو ټولو بريدونو له امله يواځې يو پوليس ټپي شوى چې تر درملنې لاندې دى.

دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ د بخشي سيمې يوه اوسېدونکي محمد کامران پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي: (( د ولسوالۍ مقام يې هم د ښار نږدې سيمې ته وړى خو بيا هم هره شپه دلته جګړې وي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان علاوالدين وژلى دى.

خو د غزني امنيه قوماندان بيا وايي چې علاوالدين قوماندان نه، بلکې يو عادي پوليس و چې تېره ورځ وژل شوى دى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په غزني کې هم د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.