ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د ښار او کور جوړولو ریاست ته ودانۍ جوړېږي

د بغلان د ښار او کور جوړولو ریاست ته ودانۍ جوړېږي

author avatar
5 Aug 2018 - 15:55
د بغلان د ښار او کور جوړولو ریاست ته ودانۍ جوړېږي
author avatar
5 Aug 2018 - 15:55

پلخمري (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د دغه ولايت د ښار او کور جوړولو رياست لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د ښار او کور جوړولو ریيس  شکرالله پیمان د زمري په ١٤مه وویل چې تر اوسه دوى خپلې چارې په کرايي ودانۍ کې پر مخ وړي.

هغه زياته کړه: ((دغه نوې ودانۍ د ١٥ ميليونه  افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې د يو کال په موده کې جوړېږي.))

دغه راز د بغلان والي عبدالحى نعمتي وويل چې د دې پروژې په تطبيق سره به د ياد رياست ډېرې ستونزې هوارې شي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د ښار او کور جوړولو ریاست تر دې وړاندې ودانۍ نه لرله، په کرايي کورونو کې و، خو کله چې دغه ودانۍ جوړه شي، نو ډېر مشکلات به يې حل شي.))

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت د قهوه خانې تفريحي پارک د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.