مزار شريف (پژواک، ۲۱زمری، ۹۷): د بلخ ولايت ځوانان وايي چې د ملي وحدت حکومت مشران له دغه قشر سره په خپلو کړيو ژمنو کې پاتې راغلي دي.
دوی دغه څرګندونې د زمري په ۲۱مه، د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ځوانانو ورځې د نمانځلو پر مهال وکړې.
په بلخ کې د سولې او پراختيا سازمان غړې فرح جليل زاده پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، لا هم د افغانستان ځوانان له جدي مشکلاتو سره مخ دي، چې حکومت يې د حل کېدو په لار کې لازم اقدامات نه کوي.
هغې زياته کړه چې د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو د خپلو کمپاينونو پر مهال ځوانانو ته ډېرې وعدې ورکړې وې چې د هغو ۲۰ سلنه يې هم نه دي عملي کړي.
نوموړې همدا راز وايي،دمګړۍ د بېکارۍ له امله هر کال سلګونه زده کړي ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته مجبورېږي.
د هغې په وينا، په وطن دننه ډېر داسې تعليم يافته ځوانان شته چې د بېکارۍ له امله د سړک پر غاړه دست فروشي کوي.
جليل زاده وويل: (( زه چې کله وينم د ليسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړي ځوانان وزګار ګرځي او يا هم د سړک پر سر دست فروشي کوي؛ نو ډېر مايوسه کېږم او دغه وخت د حکومت د مشرانو پخوانۍ ژمنې رايادېږی چې اوس يې د عملي کېدو څرک هم نه ليدل کېږي.))
هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې بهرنيو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د قاچاقي تګ مخنيوي لپاره، کور دننه کاري فرصتونه پيدا کړي.
بلخ کې د افغان ځوانانو ټولنې مسوول جلال الدين شېرزاد هم د حکومت پر کم کارۍ د نيوکې تر څنګ وايي چې د افغانستان په جګړه کې ډېری قربانيان ځوانان دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې د افغانستان د جګړې په دواړو لوريو کې وژل کېدونکي کسان ځوانان دي او په وينا يې چې حکومت يې بايد د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
شېرزاد زياته کړه چې حکومتي مشران پر سياسي چنو او معاملو بوخت دي او له ولس سره خپلې کړې ژمنې يې هېرې کړې دي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې له شته بېکارۍ څخه د دولت وسله وال مخالفين او همدا راز ګاونډي استخبارات ناوړه ګټه پورته کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن