Language

د بغلان په دوشي کې د کابل- مزار تړل شوې لار بېرته خلاصه شوه

تعقيبي- پلخمري (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٧): د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې له امله د کابل- مزار تړل شوې لويه لار، له شپږو ساعتونو جګړې وروسته بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

نن سهار شاوخوا پنځه بجې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوه چې له امله يې د کابل- مزار لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

خو د بغلان د امنيې قوماندانۍ د وياند مرستيال جاوېد بشارت د زمري په ٢٥مه له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې جګړه شاوخوا دوولس بجې پاى ته ورسېده.

هغه وايي چې دا مهال د کابل- مزار لويه د مسافرو پر مخ بېرته پرانيستل شوې ده.

بشارت وايي چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز د کابل- مزار لويې لارې يوه موټر چلوونکي شېرمحمد پژواک ته وويل چې ١١ بجې دغه لار بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.

هغه وايي: ((زه شپږ بجې پلخمري ته ورسېدم، بيا پوليسو ما ته د مخې تګ اجازه را نه کړه، مسافر مې هم له موټره کښته شول، خو اوس لاره بېرته خلاصه شوې ده، موټر پرې تګ راتګ کوي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، دوشي د بغلان ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

login or register a new account.