Language

د څمکنيو اوسيدونکي: له امنيتی ځواکونو سره اوږه په اوږه خپلې سيمې ساتو

ګرديز(پژواک،٢٨زمرى٩٧): د پکتيا د څمکنيو ولسوالي د لواړي سيمې اوسيدونکي په دې سيمه کې په تر سره شويو نظامي عملياتو خوښ دي او له حکومت غواړي چې بيا دې سيمې ته د وسله والو طالبانو د راتلو مخه ونيسي.

دوی په دې سيمه کې د طالبانو د څو ورځيني حاکميت کيسې کوي او وايي چې د طالبانو د ظلم او سختي له امله زيات خلک کډه کولو ته اړ او له زياتو ستونزو سره مخ شوي و.

د لواړي د سليمانخېلو کلي اوسيدونکی طالب جان وايي چې وسله والو طالبانو د خلکو پر کورونو هم بريدونه کول او له خلکو يې غوښتل چې ورته تسليم شي.

طالب جان وويل:((موږ د ژوند په ارمان يو، شپې مو په ژورو کوټو کې تېرې کړې. ژوند مو ډېر سخت و، خو اوس ښه ده ملي اردو راغله، عمليات يې وکړه او کاميابي مو په برخه شوه.))

د حکيمزيو کلي اوسيدونکي رحيم الله وويل چې د سيمه خلک په نظامي عملياتو خلک زيات خوښ دي او له کلي کډه شوي ډېری کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د راستنېدو په حال کې دي.

نوموړی له وسله والو طالبانو غواړي چې د عامو خلکو له وژلو او ځورولو لاس واخلي او د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

دی وايي:((اوس شکر دی، امنيتي ځواکونه راورسېدل، موږ زيات خوشاله يو او دلته امن او امنيت شو.))

د لواړي اوسيدونکی زيت الله وايي چې د جګړې په ورځو کې ځينو خلکو خوراکي او نور اوليه توکي نلرل او ناروغان د لارو تړل کېدو له امله په سخت حالت کې و.

نوموړی وايي چې وسله والو طالبانو درې ځله وړاندې هم په دې سيمه بریدونه کړي او له امنيتي ارګانونو غواړي چې د دې سيمې د دايمي امن کېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

ده وويل:((ځينو کورونو کې وچې ډوډۍ هم نه وې، ولادي ناروغان هم و، خو د لارو او نور مشکلات ډېر زيات و. زموږ له دولت څخه هيله ده چې بيا د داسې پېښو د مخنيوي په خاطر اقدام وکړي. د دې ځای ټول خلک له خپلو سيمو ته ولاړ دي او له امنيتي ځواکونو سره يو ځای به يې ساتي.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال خليل پژواک ته وويل چې سيمه يې امن کړې او ټولې حاکمې سيمې له وسله والو بېرته نيولې دي.

دی واي: ((د خدا په فضل لاره خلاصه شوى، د افغانستان ملي بېرغ چيرته چې زموږ موخه وه هلته رسيدلى دى او کوم ځاى مو چې هدف و هغه مو اشغال کړى دى.))

login or register a new account.