میمنه (پژواک، ۲۹ زمری ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییز چارواکي وايي، شاوخوا سل هغه مسافر چې نن سهار د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري تښتول شوي وو، را خوشي کړي او د ۲۱ کسانو نورو د راخوشي کولو لپاره هم هڅې دوام لري.
طالبانو نن د تخار- کندوز له لویې لارې د درېیو ۴۰۴ مسافر وړونکو موټرو سپرلي تښتولي وو.
د امنیتي چارواکو په خبره، د درېیو ۴۰۴ مسافر وړونکو موټرو مسافر چې نن سهار له تخار ولایته کابل ته پر لاره وو، د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اړوند د نیک پی په سیمه کې د طالبانو له خوا ودرول شول او ټول یې یوه کلي ته بوتلل.
د کندوز د ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې تر اوسه د ۱۲۱ تښتول شوو مسافرو له ډلې سل یې راخوشي شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د راخوشي شوو مسافرو په ډله کې پنځه ښځې او یو شمېر ماشومان هم شامل دي او د ۲۱ نورو مسافرو د را خوشي کولو لپاره چې اوس هم له طالبانو سره دي، هڅې روانې دي.
سرچینه کاږي، امنیتي ځواکونه له دې پېښې تر خبرېدو سمدستي ساحې ته ولاړل او عملیات یې پیل کړل چې په پایله کې یې تر اوسه سل مسافر را خوشي شوي دي.
login or register a new account.