ګردېز (پژواک ٣٠ زمرى ٩٧): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د لرګيو او له لرګيو د جوړو شوو توکو په مشهور او لوى ځاى "لرګيو هډه" کې اور لګېدلى او خلکو ته يې مالي زيان اړولى دى.
دغه اور د ماسپښين په دوه نيمو بجو لګېدلى او کابو دوه ساعته يې دوام کړى چې په کې ډېر لرګي او هټۍ سوځېدلې او خلکو ته يې زيات مالي زيان اړولى دى.
امنيه قومنداني وايي، د اور د لګېدو علت لا نه دى څرګند، خو سيمې ته د اور وژلو لپاره اطفايه رسېدلې ده.
د امنيه قومنداني وياند سردار ولي تبسم وايي، د لرګيو هډې ته د اطفايې دوه موټر رسېدلي او اور يې وژلى دى.
د پکتيا د تجارت او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي، د دې اورلګېدنې له امله شاوخوا پنځه ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
ده زياته کړه، د اطفايې د ناوخته رسېدو له امله د لرګيو دوه سرايونه سوځېدلي دي.
login or register a new account.