Language

ننګرهار او پکتیا ترافیکي پيښو کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردیز- جلال اباد (پژواک، ۲ وږی ۹۷) : دننګرهار او پکتیا ولایتونو په دوو ترافیکي پیښو کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د وږي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جلال اباد - تورخم پر لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند هزار ناو سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه اووه تنه ټپیان شوي دي

هغه زیاته کړه، چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي، خو د هغوی د روغتیایی حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.

دیو بل خبر له مخې دکابل خوست پر لویه لاره د پکتیا ولایت د د تېرې کنډو ــ ګردېز په لويه لار په زغفران خېلو سيمه کې د يوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله د يو ماشوم په ګډون درې تنه مړه  او يو تن ټپي شوى دى

د پکتيا د ترافيکو مدير شفيق وايي پېښه مازديګر مهال رامنځته شوې ده. نوموړى د پېښې علت د چلوونکي بې احتياطي يادوي او وايي چې په پېښه کې د چلوونکي په ګډون تنه شهيدان او يو تن ټپي شوى دى. د ده په خبره د ټپي حالت د ډاډ وړ دى

 

login or register a new account.