محمود راقى(پژواک، ٤ وږى ٩٧): د کاپيسا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د اله ساى ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى دى.
د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ولسوالۍ په ظلم خېلو سیمه کې عمليات کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې د عملياتو پر مهال د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال مولوي اصف له دوو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.
ساپى وايي چې د عملياتو پر مهال هوايي بمبار هم شوى، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د اله سای د علاقدارۍ سيمې اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې د شېراغا په نوم د يو طالب پر کور هوايي بريد شوى چې له امله يې ياد کور ړنګ شوى دى.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې دوه د اله سای اوسېدونکي او د کندوز ولایت یو طالب هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څه موده مخکې د کاپيسا ولايت لپاره د طالبانو والي له يو بل ولسوال سره وژل شوی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP