ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په کاپيسا کې يو کس د جاسوسۍ په تور وژلى

طالبانو په کاپيسا کې يو کس د جاسوسۍ په تور وژلى

author avatar
2 Sep 2018 - 16:47
طالبانو په کاپيسا کې يو کس د جاسوسۍ په تور وژلى
author avatar
2 Sep 2018 - 16:47

محمودراقي (پژواک، ١١ وږى ٩٧): وسله والو طالبانو د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يو کس د جاسوسۍ په تور وژلى دى.

د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د بدراب سيمې يو اوسېدونکى لومړى د اله ساى ولسوالۍ د سلطان خېلو سيمې ته تښتولى او بيا يې وژلى دى.

هغه زياته کړه چې د جاسوسۍ په تور تر وژلو وروسته یې دغه کس په ونه کې ځوړند کړى و او نن يې مړى ولسوالۍ ته لېږدول شوى دى.

د نومووړي په وینا، په شاوخوا یوه میاشت کې د طالبانو والي او ولسوال د بدراب په سیمه کې وژل شوي وو، نو وسله والو دغه کس په  همدې تور وژلی دی.

د اله سای ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي خيرالله پژواک ته وویل چې د دې تر څنګ طالبانو يو بل تن هم د جاسوسۍ په تور وژلى دى.

دا پېښه د اله سای دولتي چارواکي هم تاييدوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.