Language

​په غزني کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي

غزني ښار (پژواک، ١٤ وږى ٩٧): له تېرو درېيو ورځو راهيسې په غزني کې له سلام شبکې پرته نورې ټولې مخابراتي شبکې په ٢٤ ساعتونو کې يوازې درې ساعته کار کوي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمداکرم د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېيو ورځو راهيسې مخابراتي شبکې يوازې د سهار له مخې درې ساعته کار کوي، نور ټوله ورځ کار نه کوي چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: ((يوازې درې ساعته کار کوي، دې کار د خلکو وېره بېخي زياته کړې چې بيا به طالبان پر غزني ښار بريد وکړي.))

همدارنګه د غزني ښار بل اوسېدونکي حبيب الرحمن تاثير پژواک ته وويل چې له درېيو ورځو راهيسې نه شي کولاى له خپل دفتر او دوستانو سره پر وخت اړيکې ونيسي.

هغه وايي: ((زه د ازادۍ راډيو خبريال يم، نه پر وخت دفتر سره تماس نيولاى شو نه له خپلوانو سره، ټول کارونه مو نيمګړي پاتې دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لور ته په غزني کې د مخابراتي شبکو مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د تخنيکي ستونزو له امله شبکو خپل فعاليت درېيو ساعتونو ته را ټيټ کړى دى.

ده وويل: ((د شبکو له مسوولينو سره خبرې روانې دي، ډېر ژر به دغه مشکل حل شي او شبکې به خپل فعاليت بېرته ٢٤ ساعته کړي.))

نوري ډاډ ورکړ چې وسله وال طالبان بيا نه شي کولاى پر غزني ښار بريد وکړي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې مخابراتي شبکې د امنيتي ستونزو له امله طالبانو بندې کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.