ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې يوموټر کرومايټ ډبرې او لېږدونکي يې نيول شوي

کاپيسا کې يوموټر کرومايټ ډبرې او لېږدونکي يې نيول شوي

author avatar
8 Sep 2018 - 11:40
کاپيسا کې يوموټر کرومايټ ډبرې او لېږدونکي يې نيول شوي
author avatar
8 Sep 2018 - 11:40

محمود راقي(پژواک،١٧وږى ٩٧) د کاپيسا پوليسو له کرومايټ ډبرو ډک موټر له څلورو کسانو سره نيولى دى.

ددغه ولايت د تګاب ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي،تېره شپه یې یولارۍ موټر چې له کرومایټ قېمتي ډبرو ډک و او پاکستان ته لېږدول کېده، نيولى دى.

د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د شپې په يوولسو بجو امنیتي ځواکونو دا موټر د تګاب پر عمومي سړک له څلورو کسانو سره نيولى دى.

د هغه په وينا، نيول شويو کسانو کې درې يې د تګاب او يو يې د ولايت د مرکز اوسېدونکى دى.

ساپى وايي، دغو کسانو د ولسوالۍ د سوېلي سيمې د کرومايټو يوه کان کې کيندنې کړې وې او بيا يې دا ډبرې پاکستان ته لېږدولې.

د سيمې يوتن اوسېدونکي پرویز ساپي پژواک ته وویل،ياد کان کې په ناقانونه توګه کيندنې کېـږي چې د سيمې زورواکي او وسله وال مخالفين په کې لاس لري.

د کاپیسا د کانونو امر انجنیرعزیز پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې له دغه کان څخه ډبرې پاکستان ته قاچاق کېږي .

د هغه په وينا، سيمه نا امنه ده او ددوى کسان نه شي ورتللى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.