مزارشريف (پژواک، ٢٢وږی ۹۷): له هلمنده را خوځېدلي د سولې کاروان غړي له څه باندې يوې مياشتې پلي تګ وروسته تازه مزارشريف ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې ده سبا جمعه (د وږي ٢٣مه) په مزارشريف ښار کې د ياد کاروان د هرکلي په موخه ستره غونډه جوړه شي.
د سولې ولسي حرکت سرلاري اقبال خيبر د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کاروان په ۳۴ ورځو کې له کابل څخه بلخ ولايت ته ورسېد.
نوموړي زياته کړه چې د ياد کاروان غړو د لارې په اوږدو کې د پرتو ولايتونو له اوسېدونکو سره د سولې اړوند نظريات شريک کړي او همدا راز د ولس نظريات يې هم راټول کړي دي.
خيبر وايي: ((هغه څه چې نږدې ټول خلک پرې توافق لري، له جګړې بېزاري او د سولې راتګ دی. د لارې په اوږدو کې خلکو ځکه زموږ تود هرکلی کاوه چې موږ د هغوی د زړه خبرې کولې.))
د هغه په وينا، څو ورځې به په مزارشريف کې پاتې شي او هلته به د ټولنې بېلابېلو اقشارو ته د سولې پيغام ور ورسوي.
د سولې ولسي کاروان مشر زياتوي چې خپل راتلونکي پلانونه به د مزار شريف په لويه غوڼده کې چې د سپټمبر په ۱۴مه جوړېږي، له رسنيو او خلکو سره شريک کړي.
نوموړي له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې د دوی د سولې غوښتنې غږ ورسره غبرګ کړي او په وينا يې تر هغې چې افغانان د سولې راوستو لپاره حرکت ونه کړي، بل څوک يې نه ورته راولي.
د مزار شريف اوسېدونکي هم وايي چې د سولې ولسي کاروان غوښتنې د ولس غوښتنې دي؛ نو ځکه يې دوی د هرکلي لپاره چمتووالی نيولی.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه شورا غړي غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل چې د سولې ولسي کاروان ټولې نړۍ ته ثابته کړه، چې افغانان څومره د ثبات او ټيکاو تږي دي.
هغه زياته کړه: ((له کابله بلخ ته په لوڅو پښو راتګ اسانه خبر نه وه، خو دې خلکو (د سولې ولسي کاروان غړو) دا جرئت وکړ او د سولې په خاطر يې دغه دروند کار ته اوږه ورکړه.))
نوموړي وويل چې په نړۍ کې تل لوی بدلونونه د وړو حرکتونو په پايله کې راغلي چې وروسته يې بيا ولسي رنګ خپل کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن