مزار شريف ( پژواک، ٢٢وږی۹۷) : د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وايي چې د افغانستان روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او د پای ته رسولو هڅې يې بايد لا ګړندۍ شي.
نوموړي د وږي په ٢٢مه، مزار شريف ښار کې د شهيد اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپل لېږل شوي پيغام کې له طالبانو د روان جنګ د مسوولانه پای ته رسېدو غوښتنه کړې.
غونډې ته د جنرال دوستم پيغام د جنبش ګوند د مرستيال عزيزالله کارګر له خوا ولوستل شو چې له طالبانو څخه په کې د سولې د خبرو پيلولو غوښتنه شوې ده.
د ولسمشر لومړي مرستيال همدا راز شته فرصت د سولې لپاره مناسب ګڼلی او زياته کړې يې ده، چې هېواد کې د ټيکاو راتلو لپاره هيله مندي زياته شوې.
دوستم ويلي: (( نړيواله ټولنه زموږ نېک ګاونډيان او ټول افغانان د سولې او دايمې اوربند له داعيې څخه په ټينګه ملاتړ کوي.))
دوستم له طالبانو هم غوښتي چې د روانې ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې دې مسوولانه چلند وکړي او د هېواد د ملي ګټو او وطندوستۍ په خاطر دې د مذاکراتو مېز ته سره کېني.
هغه همدا راز ويلي چې د روانې جګړې د دوام ټول زيان افغانانو ته اوړي.
جنرال دوستم له خلکو هم غوښتنه کړې چې په يو غږ د سولې او پخلاينې له پروسې څخه ملاتړ وکړي.
دوستم زياته کړ، له ستونزو څخه د خلاصون يواځينۍ لاره دا ده، څو خلک يو موټی شي او د ثبات راوستو لپاره حرکت وکړي.
په ورته وخت کې د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور هم په خلکو غږ وکړ چې هېواد کې د سولې او ټيکاو راتلو په موخه خپله لاس په کار شي.
هغه وويل، بهرنيان هېڅکله د افغانستان د جګړې پای ته رسېدل نه غواړي.
login or register a new account.