Language

پلخمري کې د کوچيانو څارويو ته دڅښاک اوبوساتلو زېرمه جوړېږي

پلخمري  (پژواک، ٧ تله ٩٧) : د بغلان ولايت مرکز پلخمري کې د سلګونو کوچي کورنيو څارويو ته د څښاک اوبو ساتلو لپاره د يوې زېرمې جوړولو چارې پيل شوې.

دغه زېرمه د پلخمري اړونده د زمانخېلو په سيمه کې جوړېږي چې د کوچيانو ١٥٠٠ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

ددې ولايت دکلیو بیا رغونې او پراختیا ريیس انجنیراول خان احمدزي دتلې په ۷ مه ددغې پروژې د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې پر دې پروژې اته ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د خوړو نړيوال سازمان له خوا ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې دا پيسې خلکو ته د کار په بدل کې ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، په دې پروژه کې به ٢٨٩ کسانو ته د کار زمينه برابره او په څلورو مياشتو کې به بشپړه شي.

د پلخمري ښاروال انجنیر نظام الدین حميدي پژواک ته وويل چې د اوبو دغه زېرمه به سږ کال د څارویو لپاره دڅښاک اوبو دنشتوالي ستونزه له منځه یوسي او له بله پلوه به دسیمې په ښیرازۍ کې هم رغنده رول ولري.

 د سيمې يو تن اوسېدونکي ظريف خان پژواک ته وویل  چې هر کال په دوبي کې د اوبو له ستونزو سره مخامخ شوي، چې ددې زېرمې په جوړېدو سره به يې دا ستونزه هواره شي.

login or register a new account.