مزارشريف (پژواک، ۸ تله ۹۷): د افغانستان د ښځو چارو وزارت مسوولين وايي، ښځينه نوماندانو ته د ټاکنيزو کمپاينونو د څرنګوالي او اغېزمنتيا په موخه روزنه ورکوي.
د ښځو چارو وزارت مرستيالې نبيلا مصلح د تلې په ۸مه، مزار شريف ښار کې د بلخ او سمنګان ولايتونو ځينو ښځينه نوماندانو ته د روزنيز ورکشاپ پر مهال وويل چې دغه پروسه يې وړاندې تر دې په کابل کې ترسره کړې چې کابو ١٥٠ تنو ته د ټاکنيزو کمپاينونو په اړه روزنه ورکړل شوې ده.
د هغې په وينا، دغه اقدام د ښځينه نوماندانو له تور هرکلي سره مخامخ شوی دی.
نوموړې زياته کړه: ((موږ ښځينه نوماندانو ته هغه لارې چارې ور زده کوو، چې له مخې يې د خلکو باور رايه تر لاسه کړي او په ټاکنو کې بريالۍ شي.))
د ښځو چارو وزارت مرستياله همدار راز وايي، يو شمېر ښځينه نوماندانو ترې د کمپاينونو لپاره د مالي امکاناتو برابرولو غوښتنه کړې وه؛ خو په خبره يې چې ياد وزارت دا کار د قانون خلاف بولي.
هغه زياتوي، له همدې امله يې د ښځو د ظرفيت جوړولو او د کمپاين په نورو برخو کې هغوی سره د مرستې کولو لړۍ پيل کړه.
دغه پروګرام که څه هم د شمال د پنځو ولايتونو د ښځينه کانديدانو لپاره جوړ شوی و، خو يواځې د بلخ او سمنګان څو تنو کانديدانو په کې ګډون کړی وو.
له سمنګان ولايت څخه ولسي جرګې ته کانديده شهبا شاهرخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورته پروګرامونه له ښځو سره د کمپاين په برخه کې ډېره مرسته کولی شي.
هغې زياته کړه،د دې تر څنګ په ولسي جرګې د ښځينه څوکيو کموالی او ښځينه کانديدانو سره د مالي امکاناتو نه شتون هم هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخامخ دي.
دې همدا راز وويل چې په ولايتونو کې د سياسي زورواکو شتون هم د دې سبب شوی، چې ځينې ښځينه نوماندانې په ډاډه زړه خپل کمپاين ونه شي کړای.
د هغې په خبره، يو شمېر هغه کسان چې له ښځو سره تعصب لري او په ټولنه کې له تپل شوي نفوذ څخه برخمن دي، هڅه کوي ښځينه نوماندانې پارلمان ته لاره پيدا نه کړي.
له بلخ څخه ولسي جرګې کانديده سميرا خيرخواه هم له ښځينه کانديدانو سره د نارينه وو له تعصب ډوله چلند څخه سر ټکوي.
login or register a new account.