کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۷) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د چاودنې له امله د ولسي جرګې د کاندید په ګډون درې تنه ټپي شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د تلې په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه نن ناوخته د لښکرګاه ښار ددویمې امینتي حوزې اړونده سیمه کې د ولسي جرګه پر یوه کاندید دوست محمد باندې شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې دوست محمد له دریو نورو کسانو سره ټپي شوی .
دلښکرګاه د ایمرجنسي روغتون یوې سرچینې پژواک ته وویل، چې له چاودې یو جسد او درې ټپیان ورته راوړل شوي او د یو ټپي حالت نازک دی.
عیني شاهدان وایي، چې چاودنه د هغه په باغ کې هغه مهال وشوه، چې نوموړي له خلکو سره دلیدلو په حالت کې و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن