منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لښکرګاه چاودنه کې دولسي جرګې کاندید دوست محمد ټپي شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۷ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۷) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د چاودنې له امله د ولسي جرګې د کاندید په ګډون درې تنه ټپي شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د تلې په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې  چاودنه نن ناوخته د لښکرګاه ښار ددویمې امینتي حوزې اړونده سیمه کې د ولسي جرګه پر یوه کاندید دوست محمد باندې شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې دوست محمد له دریو نورو کسانو سره ټپي شوی .

دلښکرګاه د ایمرجنسي روغتون یوې سرچینې پژواک ته وویل، چې له چاودې یو جسد او درې ټپیان ورته راوړل شوي او د یو ټپي حالت نازک دی.

عیني شاهدان وایي، چې چاودنه د هغه په باغ کې هغه مهال وشوه، چې نوموړي له خلکو سره دلیدلو په حالت کې و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه