کندهار ښار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): امنیتي چارواکي وایي، د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې د واده پر مهال د موټر پر سر په رامنځته شوې شخړه کې یو تن ناوې په ډزو وژلې او بیا یې پر ځان ډزې کړي او ساه یې ورکړې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د یکشنبې په ورځ ناوخته پژواک ته وویل، تېره شپه عبدالواحد د خپل خوریي د واده پر مهال پر ٢٢ کلنې ناوې درې ډزې کړې او هغه یې وژلې ده.
د ده په وینا، عبدالواحد له پېښې وروسته پر ځان هم ډزې کړي او ټپي شوی و، خو وروسته یې په میرویس حوزوي روغتون کې ساه ورکړې ده.
هغه وویل، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د ماما او خوریي د کورنیو ترمنځ د ګلپوش موټر پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله شوې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.
امنیت او جرمونه
کندهار کې د واده پر مهال د ګلپوش موټر پر سر شخړه کې ناوې وژل شوې ده
· 1 دقیقه لوستل · 31 کتنې

دا راپور واورئ
0:00 / 1:00
AS
Ahmad sohaib
اړوند خبرونه
ټول امنیت او جرمونه
غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

هلمند کې د څلورو انسانتښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یواېناوډيسي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبله وغندله


