ژبه

د نورستان امنیه قومانداني: کامدېش کې ۲۱ وسله‌وال وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي

احمد صهیب حسرت

۵ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۳

Views: ۲

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د نورستان امنیه قومانداني وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې هغه مهال ۲۱ وسله‌وال ووژل شول او ۳۲ نور ژوندي ونیول شوي چې غوښتل یې له فرضي کرښې د افغانستان خاورې ته راواوړي.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي: «د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال د شر او فساد ډلې پر وړاندې نښته رامنځته شوه چې یادې ډلې غوښتل له فرضي کرښې د افغانستان خاورې ته راواوړي.»

خبرپاڼه کې راغلي چې د سیمې امنیتي ځواکونو د یادې ډلې د راتګ په مسیر کې له وړاندې کمین نیولی و، چې د نښتې په پایله کې د دې ډلې ٢١ کسان وژل شوي او ٣٢ نور ژوندي نیول شوي دي.

امنیې قوماندانۍ د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې له نیول شوو کسانو یو شمېر ټپیان هم دي.

د نورستان امنیتي مسوولینو ویلي چې امنیتي ځواکونه د هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ولس د امنیت د ساتنې برخه کې بشپړ چمتووالی لري او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د تخریبي، ناامنیو او نورو ورانکارو فعالیتونو لپاره استفاده وکړي.