Language

د  بلخ مدني فعالان د ټاکنو پر سم نظارت ټينګار کوي

مزار شريف ( پژواک، ۲۳ تله ۹۷) : په بلخ ولايت کې يو شمېر مدني فعالان او د نظر خاوندان وايي چې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو نظارت د ټاکنو له شفافيت سره مرسته کوي.

دوی همدا راز  د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ کوي چې پر پارلماني ټاکنو د خلکو د څار په موخه دې  اسانتياوې برابرې کړي.

له دې سره د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين له سياسي احزابو، مدني ټولنو او د ښځو د حقونو له فعالانو څخه غوښتنه کوي چې پر ټاکنو د څار برخه کې پراخه ونډه واخلي.

پنځه ورځې وروسته د تلې په ۲۸مه، په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي چې ميليونونه افغانان به برخه په کې واخلي.

د ټاکنو په رانږدې کېدو سره لا هم په انتخاباتو کې د درغليو په تړاو د خلکو اندېښنې پر ځای پاتې دي؛ خو د ټاکنو کمېسيون وايي چې د بايومټريک سيستم څخه په کار اخيستو به ټاکنې تر ډېره حده رڼې وي.

د دې تر څنګ د ټاکنو پر پروسې څار هغه موضوع يادېږي چې يو شمېر د نظر خاوندان يې د انتخاباتو د شفافيت لپاره مهم بولي.

د بلخ ادبي او ټولنيز خوځښت غړي سيرت نوري پژواک ته وويل، چې د ټاکنو پروسه کې بايد د څار مسله ډېره جدي ونيول شي.

هغه زياته کړه، د بايومټريک سيستم په اړه هم يو لړ شکونه موجود دي؛ نو ښه به دا وي چې سياسي ګوندونه او مدني ټولنې له يادې پروسې څخه دقيقه څارنه وکړي.

د ده په خبره، راتلونکې پارلماني ټاکنې د افغانستان لپاره ډېرې زياتې مهمې دي او بايد  ټول خلک يې د برياليو ترسره کېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه: (( ټاکنې ملي پروسه ده او په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې افغانستان له ګڼو امنيتي او سياسي ستونزو سره لاس او ګريوان دی، دا پروسه بايد بريالۍ ترسره شي؛ څو پر ولسواکۍ باندې د خلکو باورمندي زياته شي.))

نوري له سياسي ګوندونو او مدني فعالانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو پر ورځ دې د مسوولو افغانانو په څېر د دغې پروسې څارنه وکړي.

هغه وايي، که خلک د ټاکنو د بهير نظارت کې پراخ ګډون وکړي؛ نو ورسره به تر يوه حده د هغو خلکو مخه ونيول شي چې غواړي په انتخاباتو کې درغلي وکړي.

login or register a new account.