کندوز ښار (پژواک، ۲۹ تله ٩٧): د کندوز چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
د هغه په وينا، جګړه له غرمې وړاندې پاى ته ورسېده چې په ترڅ کې يې د طالبانو د دوو ډلمشرانو مصطفى او محمد په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي دي.
ده زياته کړه: ((محمد او مصطفی د نظام، سولې، ابادۍ، هېواد، خاورې او ولسواکۍ هغه ستر دښمنان وو چې له دې وړاندې يې په نا امنیو، وژنو، جګړو او ورانیو په ګڼو پېښو کې لاس درلود.))
دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي احمد جاوېد پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((ډېرى وخت دلته جګړې کېږي، حکومت بايد يو ځل د طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات وکړي څو له دې هره ورځ جګړو خلاص شو.))
نوموړي د دې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل خو زياته یې کړه چې د جګړو له امله ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو د امام صاحب د جګړې په اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو له تېرې ورځې راهيسې د کندوز په ښار، کهنه شهر او علي اباد ولسواليو کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهيسې د ولسي جرګې د غړو د ټاکلو په موخه په هېواد کې د رايې ورکولو پروسه روانه ده.
login or register a new account.