Language

کندوز کې د نږدې لس نیم میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پيل شوې

کندوز ښار (پژواک، ١٧ لړم ٩٧) : په کندوز ښار کې د شاوخوا لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ فرعي سړکونو او ویالو د اساسي جوړیدو کار پيل شو.

د ولايت مقام له خوا د لړم په ١٧مه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د کندوز والي عبدالجبار نعيمي او مسوولینو له لوري د بنسټ ډبرې په اېښودو سره د شاواخو لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت په کندوز ښار کې د درې فرعي سړکونو او ویالو د اساسي جوړېدو کار پيل شو.

سرچينې زياته کړې چې د یادو ۳ واړو پروژو ودانیزې چارې به یو په بل پسې په درې میاشتو کې بشپړې او رسماً به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو درېیو پروژو کارونه په داسې حال کې پيلېږي چې همدا نن د عسقلان په دښته کې د غالۍ اوبدلو ښارګوتي د لومړۍ برخې کارونه د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هم پيل شوي.

د  کندوز والي عبدالجبار نعيمي د دغو پروژو دپيل پرمهال وویل، ټولګټې پروژې د خلکو دي او خلک دنده لري چې دټولګټو پروژو څخه په کله ساتنه او ملاتړ وکړي او د پراختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي او پرې نه ږدي چې د پرمختګ ،سولې او ابادۍ دښمنان عامه پروژې زیانمنې کړي.

login or register a new account.

Related Topics