کندوز ښار(پژواک، ٥ ليندۍ ٩٧): د کندوز يو شمېر معترض نوماندان وايي چې که پاکې رايې له ناپاکو جلا نه شي او بېرته له سره ونه شمېرل شي، دوى به د کندوز-کابل لويه لار د ترافيکو پرمخ وتړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا ١١ ورځو راهيسې د کندوز معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه هم تړلې ده.
د دغو معترضو نوماندانو له ډلې څخه ناهيد قريشي د ليندۍ په پنځمه خبريالانو ته وويل چې په کندوز کې د ولسي جرګې ټاکنې له درغليو ډکې ترسره شوې دي.
هغې وويل چې پاکې رايې بايد له ناپاکو جلا شي او بيا له سره وشمېرل شي.
دغه راز بل معترض نوماندان عبدالغفور هوتک بيا تور پورې کوي چې ټاکنيزو کمېسيونونو تر ټولو ډېره درغلي کړې ده.
ده هم ټينګار کاوه چې پاکې رايې بايد له ناپاکو جلا شي.
يو شمېر نورو معترضو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که غوښتنې يې ونه منل شي د کابل-کندوز لويه لار به د ترافيکو پرمخ وتړي.
بل لورته د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس رسول عمر پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون دروازه تړل شوې او ده د معترضو نوماندانو غوښتنې کابل کې له چارواکو سره شريکې کړې دي.
ده ټينګار وکړ چې معترض نوماندان بايد د هر تور په مقابل کې اسناد وړاندي کړي او د شکايتونو کمېسيون دې ورته امر وکړي د کندوز ټولې رايې به بېرته له سره وشمېري.
د يادونې ده چې پرون د بغلان ولايت معترضو نوماندانو د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې وه او نن يې په مشروط ډول بېرته خلاصه کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن