Language

پلخمري کې يوه زوى خپله مور وژلې ده

پلخمري (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٧): د بغلان د مرکز پلخمري ښار یوه اوسېدونکي خپله مور د تېشې په ګوزار وژلې او خپل ورور يې ټپي کړى دى.

د بغلان د امنیت امر جګړن وحیدالله نظامي د لېندۍ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پلخمري ښار د فرحت سیمې اوسېدونکي عاطف تېر ماښام خپله مور د تېشې په وسیله وژلې او خپل ورور يې ټپى کړى دى.

نظامي وویل چې قاتل نيول شوى او دا مهال تر پوښتنو لاندې دى.

دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکتر عبدالحلیم غفاري هم پژواک ته وویل چې له يادې پېښې دوى ته د يوې ښځې جسد او يو بل هلک په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

همدارنګه د بغلان د ښځو چارو ريیسې خدیجې یقین پژواک ته وویل چې خبره شوې، يو ځوان زوی خپله مور وژلې خو د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى.

د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يو زوم خپله  کوژدن، خواښې او کور ته راغلې مېلمنه پر ډزو وژلي وو.

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.