مزار شريف ( پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۷) : شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د سولې روانو خبرو کې د زياتو امتيازاتو اخيستو لپاره جګړې ته زور ورکړی.
د قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي د ليندۍ په ۲۹مه، د يادې قوماندانۍ له تعليمي مرکزه د ۸۱۲ سرتېرو د فراغت غونډې پرمهال وويل، هغه مخالفين چې سوله نه کوي دوی به يې وځپي.
احمدزي وويل، تازه فارغ شويو سرتېرو د ۷ اوونيو په ترڅ کې تعليمات ليدلي چې له دې وروسته به د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول شي.
د هغه په خبره، يادو سرتېرو د وسلو د استعمال، جګړې او ملکي تلفاتو د خونديتوب برخو کې روزنه تر لاسه کړې ده.
د قول اردو قوماندان تېره اوونۍ د شمال په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې پيل شوي ايثار۱۰ عمليات هم ګټور ياد کړل او زياته يې کړه، چې د فارياب دولت اباد ولسوالۍ زياتې سيمې او همدا راز جوزجان – فارياب لويه لار د تصفيې په حال کې ده.
هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي او که نه د نوموړي په وينا وبه ځپل شي.
احمدزي له افغان هوايي ځواکونو هم مننه وکړه چې د ځمکنيو عملياتو د تقويې برخه کې اغېزمن تمام شوي دي.
احمدالله د بدخشان ولايت اوسېدونکی دی چې د ۷ اوونيو په ترڅ کې يې نظامي زده کړې تر لاسه کړې دي.
هغه پژواک ته وويل، حاضر دی چې د خپل ژوند په بيه له خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.
نوموړي وويل، د تعليم پر مهال يې زده کړي، چې څه ډول د مخالفينو پر ضد جګړه او عمليات وکړي.
د هغه په خبره، هڅه به يې دا وي چې د عملياتو او جګړې پر مهال د ملي وګړو سر او مال خوندي کړي.
login or register a new account.