مزارشريف (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۷): ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون مسوولين وايي چې د بلخ د معترضو نوماندانو ټولو قانوني غوښتنو ته به رسېدنه وکړي.
تېره اوونۍ د بلخ يو شمېر نوماندانو د دغه ولايت د لومړنيو پايلو د اعلان په غبرګون کې د بلخ د ټاکنو سيمه ييز دفتر وتاړه او همدا راز يې د اعتراضونو د پراخېدو ګواښ وکړ.
خو تېره شپه ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون عمومي رييس عبدالعزيز اريايي د بلخ ولايت مقام په تالار کې له معترضو نوماندانو سره تر کتنې وروسته هغوی ته د تورو او سپينو رايو د جلا کېدو ډاډ ورکړ.
ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون د ژمنې په ځواب کې د بلخ معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه پرانيسته او همدا راز يې د اعتراض خېمې هم ټولې کړې.
د بلخ د لومړنيو پايلو پر وړاندې معترض نوماند حاجي محمد عبده پژواک خبري اژانس ته وويل چې بلخ کې د ټاکنيزو سرغړونو په تړاو مشخص وړانديزونه شکاياتو کمېسيون ته وړاندې کړل.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ د رايو بيا ځلي شمېرل، له بايومټريک پرته د کارېدلو رايو باطلول، د خيالي مرکزونو د رايو باطلول، د هغو رايو نه حسابول چې يو رنګ نښه په کې کارېدلې وای او عدلي ارګانونو ته د هغو کسانو معرفي کول چې په درغليو کې لاس لري، د دوی له جدي غوښتنو دي.
د هغه په خبره، داسې اسناد يې هم شکاياتو کمېسيون ته سپارلي چې د صندوقونو او پاڼو رايې له يو بل سره ورته والی نه لري.
عبده زياته کړه: ((موږ داسې اسناد هم لرو چې يو کانديد په صندوق کې ۴۰ رايې اخيستي دي؛ خو په ريزلټشيټ کې ورته ۱۰۰ رايې ليکل شوي چې دا خپله د پراخ تقلب ښکارندويي کوي.))
هغه وويل چې ټاکنيزو شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون عمومي مسوول او ورسره مل پلاوي وعده ورکړې چې پورته يادو شويو ټولو مواردو ته به رسيدنه کوي.
دغه معترض نوماند زياتوي چې په همدې موخه يې اوس خپل اعتراضونه پای ته رسولي، خو زياتوي که يې غوښتنې ونه منل شي نو يو ځل بيا به په پراخه کچه اعتراضونه پيل کړي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مشر عزت الله ارمان هم وايي چې د معترضو نوماندانو ډېری غوښتنې پر ځای او قانوني دي او په وينا يې چې ټاکنيز کمېسيونونه يې د عملي کېدو برخه کې ځان ژمن بولي.
د هغه په خبره، معترض نوماندان بايد ټاکنو کمېسيون ته وخت ورکړي، څو ټولو هغو مواردو ته رسيدګي وکړي چې په اړه يې شکونه موجود دي.
login or register a new account.