غزني ښار (پژواک، ٤ مرغومى ٩٧): د غزني والي وايي چې په تېرو شلو ورځو کې شاوخوا دوه سوه طالبانو وژل شوي چې ورسره په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوی دى، خو طالبان بيا دغه ادعاوې ردوي.
دغه څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي د مرغومي په څلورمه د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه وويل چې تر پخوا په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت تر ډېره ښه شوى خو اوس هم بايد د امنيت د ټينګښت لپاره کار وشي.
والي وايي چې په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري په غزني ښار او ولسواليو کې پراخ پوځي عمليات ترسره شوي چې ښې لاسته راوړنې يې درلودې.
ده زياته کړه: ((په دغو عملياتو کې هغه کسان په نښه شوي چې د سولې له پروسې سره نه يو ځاى کېدل او جګړې ته يې دوام ورکاوه.))
د کليمزي د معلوماتو له مخې، په وروستيو ٢٠ ورځو کې د غزني ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا دوه سوه طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دغه ولايت ١٤ ولسواليو کې امنيتي ستونزې دي چې اووه يې بيا له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
خو بل لور ته د غزني اوسېدونکي وايي چې ډېرى مهال د هوايي عملياتو پر مهال ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د غزني ښار اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې هوايي بريدونه ډېرى وخت د شپې له مخې کېږي چې په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
هغه وايي: ((که افغانان دي که خارجيان دي، عمليات بايد پر طالبانو ترسره کړي، د ملکي خلکو ژوند ته بايد جدي پاملرنه وکړي.))
خو بل لور ته طالبان د غزني د والي خبرې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې په دې کچه طالبان نه دي وژل شوي، دغه ډول څرګندونې يواځې تبليغات دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP