Language

د بغلان د بنو ولسوالۍ لپاره په تېر یو کال کې اته امنیه قوماندانان معرفي شوي

پلخمري (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٧): د بغلان د بنو ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران وايي چې د نا معلومو دلايلو له مخې په تېر يو کال کې دې ولسوالۍ ته اته کسان د امنيې قوماندانانو په توګه معرفي شوي دي.

دوى وايي چې د دغه کار له امله په دې ولسوالۍ کې د نا مسووله وسله والو شمېر هم ډېر شوى دى.

په دې اړه د بنو ولسوالۍ قومي مشر ارباب امان الله اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر شاوخوا يو کال کې دې ولسوالۍ ته تر اوسه اته تنه د امنيه قوماندانانو په توګه معرفي شوي دي.

هغه وايي: ((امنيه قوماندان به معرفي شو خو مخکې تر دې چې له اراضي سره بلد شي، بيرته به تبديل شو.))

نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د امنيه قوماندانانو  ژر بدلون په دې ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسله والو شمېر هم ډير کړى چې خلک يې په اړه اندېښمن دي.

د دې ولسوالۍ بل قومي مشر ارباب غلام سرور هم پژواک ته وویل: ((نه پوهېږم چې د بغلان ولایتي ادارې په بنو ولسوالۍ کې څه لیدلي چې دغې ولسوالۍ ته  معرفي شوي امنیه قوماندانان تر ډیره پر دنده نه پرېږدي.))

نوموړي تور پورې کړ چې د بغلان امنيه قوماندانان د ملي شورا د غړو تر اغېز لاندې راځي نو ځکه ژر د ولسواليو د امنيه قوماندانانو د بدلون په اړه اقدام کوي.

د بنو ولسوالۍ يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو یې په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه وکړه.

همدارنګه په دې اړه د بغلان ولايتي شورا رييس صفدر محسني هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د بنو ولسوالۍ امنيه قوماندانان تر ډېره پر څوکۍ نه دي پاتې شوي.

نوموړي زياته کړه: ((تغيير او تبديل د حکومتي ادارو يو اصل دى، خو دغه کار بايد د پلان له مخې وشي.))

د محسني په وينا، د امنيه قوماندانانو د ژر ژر بدلېدو په پايله کې په بنو ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې هم ډېرې شوې دي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پژواک ته وويل چې دغه وزارت له يو تېر يو کال راهيسې هڅې کوي څو په کارپوه او وړ کسان پر دندو وګوماري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.