Language

کندهار ښار کې د قران کریم یو حافظ وژل شوی

کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷): په کندهار ښار کې ناپېژاندو وسله والو په یوه غلچکي برید کې د قران کریم یو قاري وژلی دی.

دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کندهار ښار د دویمې امنیتې حوزې اړوند په خاد کوڅه کې رامنځته شوه.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د یوه غلچکي برید په پایله کې د سید محمود الحسن هاشمي په نوم د قران کریم یو قاري وژلی او وروسته تښتېدلي دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه په دې تړاو څوک نیول شوي نه دي خو په اړه یې پلټنې پيل شوې دي.

یاد حافظ د ولایت مقام په ګڼو رسمي غونډو کې تلاوت کاوه او د خپل زړه راښکونکي غږ له امله ډېر مشهور و.

دغه راز نوموي په استیناف محکمه کې هم دنده لرله.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په کندهار کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخیستی چې په تېرو څو ورځو کې نظامي کارکوونکي او نور په نښه شوي او وژل شوي دي.

login or register a new account.