کندوز ښار (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): په کندوز کې معترضو نوماندانو د ټاکنيزو کمېسيونونو دروازې وتړلې او اړوندو چارواکو ته يې دوه ورځې وخت ورکړ، څو د دوى ستونزې هوارې کړي.
د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه د نارينه معترضو نوماندانو له خوا او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازه د ښځينه معترضو نوماندانو له لوري وتړل شوې.
د معترضو کانديدانو په استازيتوب عبدالغفور هوتک د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى نن د ټاکنو کمېسيون دراوزه وتړله او مخ ته يې ورته خېمه درولې ده.
هغه وايي: ((موږ سره وعده شوې وه چې ټولې رايې به له سره شمېرل کېږي او سپينې رايې به له تورو څخه جلا کېږي، خو دا يو کار هم ونه شو؛ نو ځکه موږ د ټاکنو کمېسيون دروازه وتړله.))
دغه راز د ښځينه معترضو نوماندانو په استازيتوب مرضيې رستمي پژواک ته وويل چې دوى د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازه تړلې ده.
هغې وويل: ((يو شمېر داسې کسان په لومړني لېست کې بريالي اعلان شوي چې په ټول عمر يې کندوز نه و ليدلى او په ټول کندوز کې يې لس کسان هم نه پېژني.))
رستمي زياته کړه، دغه ډله کسان يواځې په درغليو او د پيسو په استعمال سره بريالي اعلان شوي چې دوى يې کلک مخالفت کوي.
يادو معترضو کانديدانو ويل، که چېرې اړوند چارواکي يې دغه ستونزې په دوه ورځو کې حل نه کړي، پراخ لاريونونه به پيل کړي او لويې لارې به وتړي.
کندوز کې د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل، دوى له معترضو کانديدانو سره خبرې کړې، د هغوى وړانديزونه يې له اړوندو چارواکو سره شريک کړي دي.
مرادي وايي: ((موږ يې مشکلات رسولي دي، کمېسيونونه په خپلو کارونو کې مستقل دي، نور خوښه د هغوي ده چې څه کوي.))
تر دې وړاندې هم کندوز کې درې ځلې د ټاکنو کمېسيون او دوه ځلې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازې د معترضو نوماندانو له لوري تړل شوې دي.
login or register a new account.