مزارشريف (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): امنيتي سرچينې وايي چې د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ١٥ پوليسو ته مرګ ژبله اوښتې ده.
په چاربولک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان امان الله د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په تيمورک سيمه کې د ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې شپږ پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
خو د دې ولسوالۍ يوې باوري امنيتې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې نښتو کې ٩ پوليس وژل شوي، ٦ ټپيان دي او طالبانو يو شمېر پوليس له ځان سره ژوندي بيولي دي.
پژواک داسې ويډيوګانې ترلاسه کړې چې طالبان په يادو عملياتو کې تښتول شوي پوليس او د هغوى وسلې ښيي.
د محمد امين په نامه د تيمورک سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې بېګا ټوله شپه هلته جګړه وه چې په ترڅ کې يې ١٧ پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا په دې نښته کې د پوليسو وژل کېدل ردوي او وايي چې د طالبانو درې قوماندانان وژل شوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې نښتو کې تر ٣٠ زياتو پوليسو د مرګ ژوبلې او يو شمېر نورو د بندي نيولو خبر ورکړى دى.
login or register a new account.