Language

د بلخ نوماندان: کمېسيون د مشکوکو صندوقونو د رايو بيا شمېرنې ژمنه نه عملي کوي

مزار شريف ( پژواک، ۲۲مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت معترض نوماندان وايي چې ټاکنو کمېسيون له دوی سره د مشکوکو صندوقونو د رايو بيا ځلي شمېرلو ژمنه کړې وه؛ خو په وينا يې چې تر اوسه يې نه ده عملي کړې.

ياد نوماندان چې د مرغومي په ۲۲مه، مزار شريف ښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې وويل چې که غوښتنې يې ونه منل شي؛ نو د خپل حق تر لاسه کولو لپاره به سړکونو ته راووځي.

له بلخ څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند سيد جبار اغا پژواک ته وويل، چې د يو شمېر نوماندانو له اعتراض وروسته ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون عمومي مشر بلخ ته راغی او له نوماندانو سره يې د مشکوکو رايو د بيا ځلي شمېرلو ژمنه وکړه.

هغه زياته کړه،  د نږدې شل ورځو په تېرېدو سره لا هم د بلخ ولايت په ټاکنو کمېسيون کې هغه رايې بيا نه دي شمېرل شوي، چې معترضو نوماندانو يې غوښتنه کوله.

نوموړی زياتوي، چې د تلې په ۲۸مه، ډېری افغانان ځکه د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل، چې ولسي جرګې ته خپل رښتيني استازي وټاکي.

خو د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون د بې کفايتۍ او ناسم مديريت له امله ياده ملي پروسه له خنډ سره مخ شوه.

سيد جباراغا په خپلو خبرو کې له ټاکنو کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو پاکو رايو ته احترام وکړي او هغه رايې له سيستم څخه وباسي چې د درغلۍ او تقلب له لارې استعمال شوې دي.

هغه زياته کړه، هر هغه کانديد چې د پاکو رايو په پايله کې بريالی شي؛ دوی ټول به يې ملاتړ وکړي.

د بلخ په لومړني لېست کې ناکام شوی نوماند ګل محمد ايرکين پژواک ته وويل، چې د ټاکنو له لارې بايد خلک خپل رښتيني استازي ولسي جرګې ته واستوي.

د هغه په خبره، د بلخ خلک د ډېرو ستونزو په ګاللو سره د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل؛ خو له بده مرغه چې رايو ته يې په سپک نظر وکتل شول او درغلي په کې وشوه.

نوموړی زياتوي، چې که غږ يې وانه ورېدل شي؛ نو د بلخ خلک به په پراخه کچه راووځي او هغو خلکو ته به ولسي جرګې کې د استازيتوب اجازه ورنه کړي، چې په فساد ککړ او لاسونه يې د ملت په وينو سره دي.

هغه وويل: (( که ځيني خلک کوښښ کوي چې په درغليو او فساد ځانونه تر پارلمانه ورسوي، دا ورته خوب او خيال دی، زموږ خلک به هيچا ته اجازه ورنه کړي، چې په برخليک يې لوبې وکړي)).

login or register a new account.