غزني ښار (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): په غزني کې د يو معلول سرتېري په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته حکومتي چارواکو، سوداګرو او عامو خلکو له دغه سرتېري سره نغدي مرستې وکړې.
د روانې مياشتې په پنځمه پژواک خبري اژانس په غزني کې د امنيتي ځواکونو د يوه سرتېري د ژوند په اړه بشپړ راپور خپور کړ.
دغه سرتېرى سليم نومېږي چې د ملي ځواکونو په ليکو کې يې ١٤ کاله دنده ترسره کړې او په دې موده کې يې ٣٧٧٥ ماينونه شنډ کړي دي، خو د وروستي ماين شنډولو پر مهال ماين پرې چاودنه کړې، د دواړو سترګو تر څنګ يې د بدن نور غړي هم له لاسه ورکړي دي.
د پژواک د دغه راپور له خپرېدو وروسته له سليم سره حکومتي چارواکو، سوداګرو او عامو خلکو په بېلابېل ډول مرستې کړې دي.
په دې اړه سليم د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په پژواک کې د راپور له خپرېدو وروسته، والي وحيدالله کليمزی مې کورته راغی، مرسته يې راسره وکړه، د کورنيو چارو وزارت چارواکو هم راسره اړيکه وکړه او ويې ويل چې مرسته درسره کوو، خو مرسته يې تر اوسه نه ده کړې.))
د نوموړي په وينا، کومو کسانو چې له ده سره مرستې کړې، د ده د ستونزو په اړه راپور يې په پژواک کې لوستی دی.
سليم زياتوي: ((يو کس له جرمني او يو بل کس له لندن نه را ته پيسې ولېږلې او ځينو نورو هم راسره کومک وکړ.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP