کابل (پژواک ۶ سلواغه ۹۷) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې په قطر کې کومه مواقه نه ده شوې او له بین الافغاني مذاکراتو او بشپړ اوربند پرته پر سولې کومه موافقه نه کیږي.
زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته نن دسلواغې په ۶مه، د شپې ناوخته په شاوخوا نهو بجو په ټویټر کې لیکلي، چې کابل ته د مشورو لپاره روان شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې دا ځل یې په قطر کې تر پخوا هر وخت څخه زیات ګټورې خبرې یې کړې دي.
خلیلزاد ویلي : (( پر بیلا بیلو موضوعاتو مو مهم پرمختګونه کړي دي.))
د نوموړي په وینا، ډیر ژر به دا خبرې بیا پیل شي ، ځکه چې پر یو شمیر نورو موضوعاتو کار لا پاتې دی.
ده زیاته کړې: (( تر هغې هیڅ موافقه نه کیږي، چې پر ټولو شیانو موافقه نه وي شوی، په (ټولوشیانو) کې بین الافغاني مذاکرات او بشپړ اور بند شامل دی.
د امریکا ځانګړي استازي له قطر څخه مننه کړې چې ددې خبرو اترو او مذاکراتو لپاره یې رغنده رول ولوبولو.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د قطر په خبرو کې موافقه شوې او ډیر ژر به دواړه لوري ګډه اعلامیه خپره کړی.
login or register a new account.