Language

د غزني د هغو ولسوالیو خلک چې مرکزونه یې بېځایه شوي، له ستونزو سره مخ دي

غزني ښار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٧): د غزني د اتو ولسواليو مرکزونه د نا امنۍ له امله د غزني ښار نږدې سيمو ته انتقال شوي چې اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

په دغو ولسواليو کې اندړ، ده یک، زنخان، خواجه عمري، رشیدان، جغتو، واغظ او خوږیاڼي شامل دي.

د اړوندې موضوع په اړه د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي روح الله د سلواغې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې د ولسوالۍ مرکز غزني ښار ته انتقال شوى دى.

هغه وايي: ((که يوه تذکره هم زموږ په کار شي، بايد ښار ته لاړ شو، هلته بيا د ولسوالۍ مسوولين نه شو پيدا کولاى، ډېره سرګرداني يې موږ ته پيدا کړې ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ولسوالۍ مرکز د غزني ښار قلعه جوز سيمې ته انتقال شوى او د ولسوالۍ په پخوانۍ ودانۍ کې طالبانو پوسته جوړه کړې ده.

دغه راز د اندړو ولسوالۍ د ميري سيمې اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ مرکز غزني ښار ته نږدې، چهاردېوال سيمې ته انتقال شوى دى.

ده زياته کړه: ((دلته جګړه وشوه، د ولسوالۍ مرکز يې چهار دېوال ته انتقال کړ، خو اوس هلته څوک نه ورځي؛ ځکه د چهاردېوال ټولې لارې طالبانو بندې کړې، لار کې يې ماينونه ايښي دي.))

همدارنګه د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې د ولسوالۍ مرکز غزني ښار ته انتقال شوى دى.

دى وايي: ((اوس خلک د ولسوالۍ لپاره ښار ته نه ځي، ټول خلک خپلې فيصلې پر طالبانو کوي.))

د يو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې په سيمو کې يې امنيت تامين کړي.

دغه راز په دې اړه د غزني ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال پژواک ته وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې نا امني ډېره شوې نو ځکه يې حکومت مرکزونه ښار ته انتقال کړي دي.

جامرادوال وويل: ((په دې کار سره يې خلکو ته مشکل جوړ کړى، په دې سره امنيت نه ښه کېږي، په دې سره امنيت نور هم خرابېږي، که حکومت بېرته په ولسواليو مرکزونه فعاله نه کړي، د هوا په ګرمېدو سره به طالبان يو ځل بيا پر غزني ښار بريد وکړي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.